Monday, February 6, 2023
HomeLawد عدلیې وزارت نن هغه سرچینې اعلان کړې چې په متحده ایالاتو...

د عدلیې وزارت نن هغه سرچینې اعلان کړې چې په متحده ایالاتو کې له افغانانو او اوکراین وګړو سره د کارموندنې پر حقونو پوه او مرسته وکړي. دا سرچینې په کار ځای کې د خوندیتوب هغه حقوق چې افغان او اوکرایني کډوال یې د مهاجرت او تابعیت قانون (INA) له مخې لري تشریح

-

د عدلیې وزارت نن هغه سرچینې اعلان کړې چې په متحده ایالاتو کې له افغانانو او اوکراین وګړو سره د کارموندنې پر حقونو پوه او مرسته وکړي. دا سرچینې په کار ځای کې د خوندیتوب هغه حقوق چې افغان او اوکرایني کډوال یې د مهاجرت او تابعیت قانون (INA) له مخې لري تشریح کوي کوم چې د تابعیت، کډوالۍ وضعیت او ملي اصل پر بنسټ د کار ګومارنې تبعیض مخنیوی کوي. په عمومي توګه، کارګمارونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کار ګومارنې یا ګوښه کولو په وخت کې د هغو کارکوونکو په وړاندې چې د تابعیت یا مهاجرت حالت پر بنسټ د کار کولو اجازه لري تبعیض وکړي. فدرالي قانون هم کارکوونکي د دوی د مليتي اصل پر بنسټ د تبعیض څخه محفوظ ساتي.

د عدلیې وزارت د مدني حقونو څانګې د لوی څارنوال معاون کرېسټېن کلارک وویل، “چې د غیرقانوني تبعیض د مخنیوی لپاره باید ډاډ ترلاسه شي چې کارکوونکي خپل حقونه پېژني.” “د مدني حقونو څانګه چمتو ده چې په متحده ایالاتو کې له افغان او اوکراینی وګړو سره مرسته وکړي، او له ټولو شته وسایلو څخه به کار واخېستل شي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي شي چې د کار په ځای کې له دوی سره په غیر قانوني توګه تبعیض نه ترسره کیږي.”

په متحده ایالاتو کې افغانان او اوکراینیان کېداۍ شي د کډوالۍ مختلف حالتونه ولري. ځینې  د متحدینو د ښه راغلاست عملیاتو  او د اوکراین لپاره د متحدینو له لارې رسیدلي دي. د کره معلوماتو په دې پاڼو کې د پناه غوښتونکو، مهاجرینو، قانوني دایمي اوسیدونکو، د لنډمهاله خوندي وضعیت لرونکو کسانو، او د اوکراین لپاره د متحدینو د ښه راغلاست یا متحدینو عملیاتو له مخې پارول یا مشروطه استوګنه، ورکړل شوي دي معلومات شامل دي. لکه څنګه چې په دې سرچینو کې تشریح شوي، (INA) هم کارګران له تبعیض څخه ساتي. کله چې یو کارګمارونکی د کار کولو د جواز سند ارزونه کوي، چې ډیرۍ وختونه د کار د وړتیا تصدیق کولو پروسې په نوم یادیږي. دغه پاڼې د هغو اسنادو مثالونه وړاندې کوي چې کارکوونکي ممکن د دې پروسې په جریان کې پرې ټینګار او وښیايي چې کارکوونکي حق لري چې د خپل هویت او د کار کولو اجازې ښودلو لپاره  په خپله خوښه کوم معتبر اسناد وړاندې کړي.

په پای کې، حقیقت/دکره معلوماتو پاڼې په دې اړه معلومات وړاندې کوي چې څنګه په متحده ایالاتو کې افغان او اوکراین وګړي د کار اړوند موضوعاتو  کې مرسته ترلاسه کولای شي چې د کارکوونکو لپاره د اړیکي شمېره یا (هاټ لاین) له لارې چې د مهاجرینو او کارکوونکو د حقونو برخې (IER) لخوا پرمخ وړل کیږي. د کارکوونکو لپاره د اړیکي شمیره (هاټ لاین) وړیا او د ټولو کارکوونکو لپاره شتون لري چې د خپل تابعیت، کډوالۍ وضعیت، یا مليتي اصل پر بنسټ په کار ځای کې د تبعیض په اړه پوښتنې وکړي.

ددې لنډې ویډیو له لارې د کارکونکو د حقونو برخې یا IER کار او د مرستې ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ. غوښتنلیک ورکوونکي یا کارکوونکي چې باور لري د دوی د تابعیت، د کډوالۍ وضعیت یا مليتي اصل پر بنسټ په استخدام، ګمارلو، او یا د استخدام وړتیا تصدیق کولو پروسې (فورم I-9 او E-Verify) په جریان کې  له دوي سره تبعیض شوي، یا د غچ اخېستنې سره مخ شوي، کولای شي چې په دې تور یا شکایت ثبت کړي. عام خلک هم کولای شي چې د IER د کارکونکو د اړیکو یا هاټ لاین 1-800-255-7688شمیرې سره اړیکه ونیسي؛ د IER د کار ګمارونکي هاټ لاین ته په دې شمېرو 1-800-255-8155 (1-800-237-2515، TTY د اوریدلو د کمزورتیا لپاره) اړیکه اونیسۍ؛ برېښنالیک [email protected]  ؛په وړیا انترنیي سیمنار یا وېبېنار کې ګډون وکړئ؛ او یا د IER انګلیسي او هسپانوي وېبپاڼو څخه لیدنه وکړئ. د IER څخه تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په GovDelivery کې ګډون وکړئ.

د دې مطبوعاتي اعلامیې ژباړې او حقیقت پاڼې پر لاره دي.

ضمیمه/ضمیمې:

د اوکراین مهاجرو د کارګومارنې حقوق ډاونلوډ کړئ

افغان مهاجرو د کار ګومارنې حقوق ډاونلوډ کړئ

موضوع/موضوع ګانې:

کار او استخدام

اجزا:

د مدني حقونو څانګه

مدني حقوق – د مهاجرینو او کارمندانو د حقونو برخه

English

Russian

українська

پښتو

دری 

Official news published at https://www.justice.gov/opa/pr/ina

Latest posts

submit press release

Related articles